د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوې نجلۍ ځان غرغره کړی

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان غرغره کړی دی.

د بغلان د مرکزي روغتون مشر ډاکتر خلیل نرمګوي ازادي راډیو ته وویل چې د دغې نجلۍ جسد نن دوشنبه سهار روغتون ته لېږدول شوی دی.

د بغلان د ښځو چارو رئيسې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د پېښې عامل ښايي کورنی تشدد وي.

چارواکو د پېښې نور جزیات نه دي څرګند کړي.

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، دا سږکال په بغلان کې د ښځو د ځان وژنۍ لومړۍ پېښه ده.

خو تېرکال په هغه ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې ۱۵ پېښې ثبت شوې وې.