په کندهار کې یو طالب قوماندان له خپلو ۱۱ ملګرو سره وژل شوی

د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان ملا لعل محمد وژل شوی دی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند، خواجه يحیی علوي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې ملا لعل محمد په میوند ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد فعالیت کاوه.

د علوي په وینا، ملا لعل محمد له خپلو ۱۱ ملګرو سره تېره شپه د افغانستان د ملي اردو په هوايي حمله کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو د پېښې په اړه خبرې نه دي کړې.