د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ۲۰ تنه وژل شوي

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پرون یکشنبه د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ په نښته کېلږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول.

د چارواکو په وینا، وژل شویو کسانو کې ۱۳ مشکوک وسله وال، درې هندي عسکر او څلور ملکي وګړي وو.

په پرونیو نښتو کې ګڼ شمېر خلک زخمیان شوي دي.

راپورونه وايي چې نن دوشنبه هم په سیمه کې د هند پر ضد پراخې مظاهرې پلان شوې دي.

د هندي کشمير په مرکز سرینګر او شااوخوا سیمو کې به نن ښوونځي تړلي وي.

د هند په کنټرول لاندې کشمیر کې مظاهرې د هندي پولیسو له لورې، د ترورېزم ضد تازه عملیاتو پرضد پيل شوې دي.