د غور په څو ولسوالیو کې د پستې باغونه جوړېږي

د غور ولایت په څو ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره د پستې باغونه جوړېږي.

د دغې ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا باغونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام له لارې په ۱۰۱ جریبه ځمکه کې کرل کېږي.

د ده په وینا د پستو د باغونو په پراختیا سره چې په نړیوالو بازارونو کې یو با ارزښته محصول ګڼل کېږي، د دغه ولایت د باغدارانو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلون راشي.

ښاغلي تایب وايي، حکومت په پام کې لري چې د غور په ټولو سیمو کې د پستې د باغونو د جوړولو د موضوع ترویج ته کار وکړي.