قوقندي: په ترکیه کې د مرمرو د ډبرو نندارتون له لاسته راوړنو ډک وو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په ترکیه کې د ازمیر د مرمرو د ډبرو نندارتون د افغان صنعتي شرکتونو لپاره له لاسته راوړنو ډک وو.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دې تر څنګ چې په دغه نندارتون کې د افغانستان د مرمرو ډبرې سترو نړیوالو شرکتونو ته ور وپېژندل شوې او دوه قراردادونه هم لاسلیک شول.

دی وايي، ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکي کې د مرمرو د ډبرو ستر شرکتونه افغانستان ته راشي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان څو صنعتي شرکتونو نړۍ ته د دغه هېواد د مرمرو د ډبرو د ورپېژندلو، د نړیوالې پانګونې د جلب او بازار موندنې په هدف د ترکیې په ازمیر نندارتون کې چې هر کال جوړېږي ګډون کړی وو.