د هلمند ولایت د لښکرګاه د نجونو د مرکزي لېسې ۱۱ نجونې مسمومې شوي دي.
د هلمند د پوهنې رئیس داود شاه صفاري پېښه تأییدوي او وایي نجونې د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس امین الله عابد ویلي دي چې د مسمومو شوېو نجونو درملنه روانه ده او حالت یې د ډاډ وړ دي.
د هلمند د امنیت امر سمونوال ګلی خان وایي، د دوی د تحقیق برخه پر دې کار کوي چې یادې نجونې څه ډول مسمومې شوي دي.
د پېښې لا هم انګېزه نه ده مالومه.
ویل کېږي ټولې مسمومې شوې نجونې د لسم ټولکي زده کوونکي دي.
تراوسه ددغه کار پړه چا نه ده منلې.