له سوريې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ګراهام خبرداری!

د کانګرس مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام

د متحده ایالاتو د کانګرس مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کانګرس په سنا مجلس کې د پوځي خدماتو د کمېټې غړي لینډسي ګراهام پرون یکشنبه وویل، له سوريې نه د سرتېرو ایستل به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه خرابه پریکړه وي.

نوموړي دا خبرداری د ولسمشر ټرمپ هغو څرګندونو ته په اشاره ورکړی چې ویلي و، هیله‎مند دی چې له سوريې څخه ژر ووځو.

ښاغلي ګراهم وویل، له سوريې نه ژر وتل به داعش ته زمینه برابره کړي چې بیا ځان منظم کړي او ایران ته به هم فرصت برابر شي چې د بشار الاسد پر حکومت خپل نفوذ زیات کړي.

لینډسي ګراهام وویل، که له سوريې نه مو ژر خپل سرتېري وایستل، داعش به بیا فعال شي، د ترکيې او کُردانو جګړه به له کنټروله ووځي او دمشق به ایرانیانو ته په لاس ورشي.

دا مهال په سوریه کې درې زره امریکايي سرتېري موجود دي.