د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په پاکستان کې له څلور ورځو تېرولو وروسته، نن دوشنبه بېرته لندن ته روانه شوه.
۲۰ کلنه ملاله شاوخوا پینځه نیم کاله وروسته پاکستان ته لاړه، چېرته چې نوموړې او د کورنۍ غړو يې له خپل پلرني سیمې سوات څخه هم لنډه کتنه وکړه.
ملاله په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په سوات کې د طالبانو لهخوا تر ټپي کېدو وروسته بریتانيې ته وړل شوې وه.
هغې په اسلاماباد کې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره وکتل او ژمنه يې وکړه چې په بریتانیا کې د زدهکړو له بشپړولو وروسته به پاکستان ته ستنه شي.
د نجونو د تعلیم فعاله ملاله یوسفزۍ د بریتانيې په اکسفورډ پوهنتون کې لوړې زدهکړې کوي.