په سایبریا کې د کمروف د پېښې په تور ۷ تنه نیول شوي

د روسیې په سایبریا کې د کمروف ښار د یوې لویې اورلګېدنې د قضیې په تور اووه تنه نیول شوي دي.

په‎دې اورلګېدنه کې چې د مارچ په ۲۵مه پېښه شوه، ۶۴ کسان ووژل شول.

۴۰ ماشومان په وژل شویو کې شامل وو.

په نیول شوېو کې د کمروف ښار د ودانیو د نظارت مسؤل او د هغې کمپنۍ یو لوړ پوړی مسؤل شامل دی چې د سوځیدلي مارکیټ مالکیت یې په‌لاس کې دی.

د کمروف والي د خلکو د سختو غبرګونونو په سبب پرون یکشنبه استعفا ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خپله استعفا وړاندې کړه.

کریملین وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کمروف د والي امان تولیوف استعفا منلې ده.