له غوطې د ملېشو او د هغوی د کورنیو د ایستلو موافقه لاسلیک شوې

د سوریې له ختیځې غوطې د ملېشو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لپاره یوه وروستۍ موافقه لاسلیک شوې ده.

دا موافقه به د سوريې حکومت ته لار هواره کړي چې په ټولې ختیځې غوطې کنټرول واخلي.

رسنیو رپوټ ورکړی چې د جېش الاسلام ډلې سخت‌دریځه له دوما ښاره وځي.

دوما په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د حکومت ضد پاڅونو یو اصلي مرکز و.

تمه ده دا سخت‎دریځې د سوریې په شمال کې یوې سیمې ته چې کنټرول یې مخالفین په‌لاس کې لري، انتقال شي.