د جنوبي کوریا رسنیو ویلي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پرون یکشنبه په هغه کنسرټ کې برخه اخېستې چې د جنوبي کوریا هنرمندان پهکې وو.
دا په یوه لسیزه کې د جنوبي کوریا لومړۍ هنري ډله ده چې په پیونګ یانګ کې یې کنسرټ ورکړ.
دوی په داسې حال کې کنسرټ اجرا کړ چې د همدې میاشتې په ۲۷م تاریخ به د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن او د شمالي کوریا مشر کيم جونګ اون په یوه سرحدي سیمه کې وګوري.
د جنوبي کوریا ۱۲۰ کسیزه هنري ډلې پرون یکشنبه کنسرټ ورکړ او تمه ده سبا هم دا کنسرټ دوام وکړي.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او مېرمن یې ری سل-جو یو په پیونګ یانګ کې د ښار د ټیاټر لوی صالون ته ورغلي و، چېرته چې دا کنسرټ پهکې روان دی.