کونړ: د پاکستان پوځ پر شلتن او دانګام د توپونو ۱۵۵ ګولۍ ویشتلي

د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ پر شلتن او دانګام ولسوالیو د توپونو ۱۵۵ ګولۍ ویشتلي دي.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان دا خبرون پرون یکشنبه شپه ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چې د دانګام او شلتن په سرحدي سیمو په‎دې بریدونو کې چاته مرګ‎ژوبله نه‎ده اوښتې، خو مالي تاوان یې اړولی دی.

د کونړ چارواکي وايي چې د پاکستان پوځ وخت ناوخته سرحدي ولسوالۍ په توپونو ولي چې له امله یې لسګونه ملکیانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې او د اکثرو دغو سیمو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د پاکستان پوځ د افغان چارواکو د دغو خبرو په اړه دقیق ځواب نه‎دی ویلی.