د ترکیې ولسمشر د اسرائیل صدراعظم ته د ترورېست خطاب کړی

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په غزه کې د ۱۵ فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته د ترورېست خطاب کړی دی.

هغه پرون یکشنبه په‎دې اړه وینا وکړه او د غزې په سرحد کې یې د اسرائیلو له‎خوا د مظاهرو ځپل وغندل.

د اردوغان تر تُندو خبرو وروسته د اسرائیل صدراعظم په خپله ټویټ پاڼه ولیکل چې د اسرائیل پوځ د هغه چا لکچر ته اړتیا نه‎لري چې له کلونو راهیسې یې د ده په خبره په ملکیانو بمباري کړې وي.

د اسرائیل او ترکیې د مشرانو ترمنځ یو بل ته د سختو الفاظو د کارولو دا لانجه وروسته له هغې وشوه چې اسرائيلي پوځیانو د جمعې په ورځ په غزه کې په مظاهره‎چیانو ډزې وکړې او ۱۵ تنه یې ووژل.

اسرائیلو ویلي چې اته تنه وژل شوي چې د حماس ډلې غړي وو. حماس تائید کړې چې پنځه وژل شوي د دوی د پوځي ډلې غړي وو.