د جوزجان د درزاب ولسوالۍ اوسیدونکو پرون یکشنبه پهدې اعتراض وکړ چې په خبره یې چارواکي د سیمهییزو پولیسو ټپیان نه انتقالوي.
دغو عامو خلکو د ولایت ودانۍ ته څېرمه په اعتراضي غونډه کې چارواکي د ټپي شوېو سیمهییزو پولیسو په انتقال کې په سختې بې پامۍ تورن کړل.
یوه معترض صوفي لعل محمد وویل:
"دلته معترضین ټول په یوه خوله وايي، که دولت موږ ته رسیدهګي ونهکړي او ټپیان انتقال نهکړي؛ موږ به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړو."
یو شمېر ټپي سیمهییز پولیس په درزاب ولسوالۍ کې چې له مرکز شبرغان ۱۸۰ کیلو متره لېرې پرته ده، د لارې د نا امنۍ په سبب له لا زیاتې درملنې بې برخې دي.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمن محمودي وايي، که څه هم په درزاب او قوش تېپه کې د داعش او وسلهوالو طالبانو بریدونه زیات شوي، خو دوی به د ټپي سیمهییزو پولیسو د انتقال لپاره هڅې جاري وساتي.