د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وروستیو شخړو ۲۰ کسان وژلي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستیو شخړو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې نن دوشنبه په سرینګر کې هند ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.

په پرونیو شخړو کې درې هندي سرتېري،۱۳ وسله‌وال او پینځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا له کلونو را په‌دیخوا د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیمه کې د امنیتي ځواکونو او هند ضد وسله‌والو او مظاهره‌چیانو ترمنځ په نښتو کې زیاته مرګ ژوبله بلل کېږي.

تازه تاوتریخوالی وروسته تر هغې پیل شو چې د کشمیر په جنوبي برخه کې د وسله‌والو یاغیانو پر ضد د هندي ځواکونو د تهاجمي عملیاتو په عکس‌العمل کې خلکو اعتراضونه وکړل.