امان تولیوف نن ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خپله استعفا وړاندې کړه

د سایبریا سیمې په کمروف ښار په یوه تجارتي مرکز کې د اورلګېدو په پیښه کې د لسګونه کسانو له مړینې وروسته، د دې سیمې والي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د روسیې د دې سیمه ییزې ادارې چارواکو ویلي چې امان تولیوف نن یکشنبه خپله استفعا ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې کړه.

تولیوف د دې پېښې په وړاندې په سړه سینه د چلند له کبله د خلکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی و.

د کمروف په یوه تجارتي مرکز کې تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ اور ولګېد چې په نتیجه کې یې د ۴۱ ماشومانو په ګډون، ټول ۶۴ کسان مړه شول.

چارواکي وايي چې په پېښه کې ۷۰ نور کسان هم ټپیان شول چې ۲۵ تنه یې تراوسه په روغتونونو کې دي.

د پېښې د قربانیانو کورنیو څارنوالۍ ته عرض کړی چې د پېښې د تلفاتو د زیاتېدو علت د اطفایيې د چارواکو سست چلند و.