د امریکا او جنوبي کوريا پوځونو نن یکشنبه خپل کلني ګډ پوځي تمرينات پيل کړل.
دغه تمرينات د المپيک د ژمنيو لوبو او د شمالي کوریا او جنوبي کوريا ترمنځ د احتمالي سولې د خبرو اترو له کبله يوه مياشت ځنډول شوي وو.
دا تمرينات چې ځمکني، هوايي او سمندري تطبيقات او خاص عمليات به پکې شامل وي، د څلور اوونیو لپاره پلان شوي دي.
د امريکا دفاع وزارت وايي، ٢٣ زره او ٧٠٠ امريکايي پوځيان او د جنوبي کوريا درې لکه سرتېري به په دې تمریناتو کې برخه ولري.
شمالي کوريا چې مخکې يې د جنوبي کوريا او امريکا پر دغو پوځي تمريناتو انتقاد کاوه او پر خپله خاوره د يرغل لپاره چمتووالى یې باله، دا ځل کوم انتقاد نه دى کړى.