روسي چارواکي: د سوریې له غوطې ٤١ زره ياغيان او د کورنۍ غړي یې وتلي

د روسیې د پوځ یو جنرال وايي، په داسې حال کې چې د سوريې دولتي ځواکونه او متحدان يې په ختيځه غوطه کې خپل قدرت پياوړى کوي، له سيمې څه باندې ٤١ زره تنه ياغيان او د هغوی د کورنۍ غړي وتلي دي.

تورن جنرال يوري يفتوشينکو پرون شنبه وويل، د فيلَق الرحمن ډلې غړي په داسې حال چې د سوريې امنيتي ځواکونو، د سوريې د سرې مياشتې ټولنې او د روسيې پوځي پوليسو بدرګه کول، د ختيځې غوطې له ناحیو څخه وتلي دي.

د روسيې دولتي اژانس تاس د يفتوشينکو له قوله لیکي چې وايي، دی هيله مند دى چې د فيلَق الرحمن د جنګياليو او کورنيو د ايستلو عمليات به تر ټولو لويه ياغي ډله جيش الاسلام وهڅوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سوريې په شمال لوېديځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې قلمرو څخه ووځي.

د روسيې او سوريې پوځي چارواکو ویلي دي چې دولتي ځواکونو او متحدو ډلو يې د ختيځې غوطې په سلو کې ۹۰ برخه نيولې ده، خو ځينې ياغي ډلې لاهم د دې سيمې په لېرو پرتو څنډو کې پاتې دي.

دې عملیاتو چې څو اوونۍ هوايي حملې یې یوه برخه وه، له ۱۶۰۰ زیات ملکي وګړي ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.