په افغانستان کې نن د فساد پرضد د ۲۰۱۸ میلادي کال کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي نن د فساد پرضد د ۲۰۱۸ میلادي کال کمپاین پیل کړ.

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کمپاین درې ورځې دوام کوي او د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي ودې او د انتخاباتو پر سکټورونو د فساد د ناوړه اغېزو رابرسېره کول یې هدف دی.

خبرپاڼه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر له قوله لیکي چې وايي، افغانستان د فساد پرضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا د یوشمېر قضیو د څېړل کېدو او د فساد پرضد د مبارزې د ستراتیژۍ د عملي کولو په څېر، په۲۰۱۷ میلادي کال کې ځیني ګامونه پورته کړي، خو نوموړی زیاتوي چې د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې افغان حکومت باید نور اقدامات هم وکړي.