د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون، ټول ۵۵ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۷ ټپیان دي او ۱۹ نور مشکوک وسله وال نیول شوي دي.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یکشبه خپره شوه، ویلي دي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، هلمند، خوست، لوګر، فاریاب، بدخشان، فراه او څو نورو ولایتونو کې د توپچي او هوايي قواوو په ملاتړترسره شوي دي.
خپلواکو سرچینو او وسله والو مخالفینو تراوسه د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.