کرنې وزارت د جلغوزیو راټولولو لپاره ۳۰۰ پایې ماشیونونه اخلي

د افغانستان د کرنې وزارت د خوست، پکتیا او پکتیکا لپاره د جلغوزیو د راټولولو ۳۰۰ پایې ماشینونه اخلي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې پکتیا ته د ولسمشر له سفر سره هم مهاله د کرنې وزیر د نوموړو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره لیدلي او ژمنه یې ورسره کړې چې د جلغوزیو د پاکولو لاسي نور ماشینونه به هم دوی ته واخیستل شي.

ښاغلی رسمتي وايي، په دې سره به د بسته بندۍ پر مهال د جلغوزیو له ضایعاتو مخنیوی وشي.

د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د جلغوزیو حاصلات ۲۳ متریک ټنو ته رسېږي چې تولیز ارزښت یې ۴۵۰ میلیون ډالر اټکل شوی دی.