د برښنا شرکت د ګازي برق د ویش د یوې پروژې قرارداد لاسلیک کړ

د افغانستان برښنا شرکت پرون شنبه د ګازي برق د ویش د یوې پروژې قرارداد لاسلیک کړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې دا پروژه د ۴۰ مېګا واټه برق د تولید توان لري او مرکزي تأسیسات به یې د جوزجان په یتیم طاق ولسوالۍ کې جوړ شي.

پر دې پروژه به چې د "بیات پاور" په نوم خصوصي شرکت یې قرارداد اخېستی، ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر ولګېږي.

د خبرپاڼې په حواله، دا پروژه د جوزجان او شاوخوا سیمې تقریباً ۳۰ زره کورونو او لږترلږه ۱۰۰ متوسطو فابریکو ته برښنا رسولای شي او سلګونه افغانانو ته به د کار موقع په کې پېدا شي.