د ترکیې ولسمشر د کوزوو پر صدراعظم نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون شنبه د کوزوو پر صدراعظم، راموش هارادینای نیوکه وکړه چې له فتح‎الله ګولن سره د ارتباط په تور د شپږو ترکي وګړو پر ایستلو یې انتقاد کړی و.

د تېرې پنجشنبې په ورځ شپږ ترکي وګړي په کوزوو کې ونیول او د ترکیې حکومت ته وسپارل شول.

د کوزوو صدراعظم له دې کار سره خپل شدید مخالفت څرګند کړ.

صدراعظم هرادینای وویل چې د دې کار لپاره د ده اجازه نه‎وه اخېستل شوې او د خپل حکومت د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو رئیس یې له دندې لېرې کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون شنې وویل چې د راموش هرادینای دې کارونو خوابدی کړی او ویلي يې دي چي د کوزوو صدراعظم به د خپلو کارونو بیه پرې کړي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د کوزوو پر حکومت نیوکه کړې ده چې په خپله خاوره کې یې د شپږو تُرکانو نیول کېدو او ترکیې ته د هغوی د بېرته سپارلو اجازه يې ورکړې ده.

د ترکیې حکومت پر فتح‎الله ګولن او د هغه پر پلویانو تور پورې کوي چې د اردوغان د حکومت پر ضد ناکامه کودتا یې تنظیم کړې وه، خو ګولن دا تورونه رد کړي دي.