په افغانستان کې به د ټاکنو لپاره ځانګړي پوځي عملیات ترسره شي

په افغانستان کې به د را روانو ټاکنو د شفافیت او ښه امنیت لپاره ځانګړي پوځي عملیات ترسره شي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلانو پرون شنبه په‎دې اړه د ولسمشر له امنیتي سلاکار او د امنیتي ادارو له مشرانو سره خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، محمد حنیف اتمر له امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې د رأی ورکولو ټول مرکزونه وڅاري او د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره خپل پلان ورته وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د روان میلادي کال د میزان په ۲۸مه نېټه وشي.

ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د سرطان په ۱۶ نېټه وشي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې د ځنډولو پرېکړه وکړه.