افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې شااوخوا ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي دي.
ښاغلي دراني د دې عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه وویل:
"په دې عملیاتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي ، نهه تنه مشکوک کسان نیول شوي چې تر پلټنې لاندې دي، په عملیاتو کې د ترهګرو ۱۰ پټن ځایونه او یوه د تېلو ذخیره له منځه وړل شوي دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
افغان چارواکي په دغو عملیاتو کې د دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبره هم کوي.
په عین وخت کي د کندهار په ۱۰ مه حوزه کې د ملي اردو پر یوه رنجر موټر د ماین په چاودنه کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي .