د ترکمنستان ولسمشر خپل زوی د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
قربان قلي بيردي محمدوف د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسماً خپل زوی سردار د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وټاکه.
سردار بيردي محمدوف ۳۶ کلن دی او د روان کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د رأیو په نتیجه کې یو ځل بیا د ترکمنستان د پارلمان د حقوقي چارو د کمېټې د یوه غړي په توګه وټاکل شو.
۶۰ کلن قربان قلي بيردي محمدوف له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې، د ترکمنستان ولسمشر دی.
د دولت منتقدان او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي چې ښاغلي محمدوف خپل مخالفین ځپلي دي او واک ته له رسېدو راهیسې تر اوسه یې په هغه هېواد کې د پام وړ بدلون نه دی راوستی.