روسیې له بریتانیا د یوې روسۍ الوتکې د تلاشۍ توضیح غوښتې

روسیې د بریتانیا له چارواکو غوښتي چې دا توضیح کړي چې ولې یې یوه روسۍ الوتکه تلاشي کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د لندن د هیټرو په هوایي ډګر کې پرون جمعه وروسته تر دې چې سپرلۍ د ایروفلوت هوایي چلند له الوتکې ښکته شوې، دا الوتکه وپلټل شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې دا د دواړو هېواد ترمنځ د ترینګلو اړیکو د لا خرابېدو لپاره یوه پاروونکې هڅه ده.

په لندن کې د روسیې سفارت ویلي دي چې د الوتکې سخته تلاشي د بریتانیا سرحدي ځواکونو او د ګمرک کسانو کړې ده.

د روسیې سفارت وایي چې په دې برخه کې یې یو یاداشت د بریتانیا حکومت ته استولی او د دې تلاشۍ په ارتباط یې توضیحات ترې غوښتي دي.

د بریتانیا د ګمرک کسانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.