د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې اسرائیلي پوځیانو ۱۶ تنه فلسطنیان وژلي دي.
له اسرائیل سره د غزې تړانګې په سرحدي سیمه کې د فلسطیني مظاهره کوونکو او اسرائیلي پوځیانو د اخ وډب پر مهال، د فلسطیني سرچینو په وینا، سلګونه فلسطنیان ټپیان شوي هم دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې مظاهره کوونکي د ټوپک په مرمیو، ربړي مرمیو او د اوښکې بهونکي ګاز د استعمال پر مهال ټپیان شوي دي.
فلسطنیانو د غزې په تړانګه کې د اسرائیل سرحد ته نېږدې پرلت وهلی او غوښتنه لري چې فلسطیني مهاجرو ته اجازه ورکړي چې هغو سیمو ته بېرته ستانه شي چې اوس د اسرائیل د دولت تر واک لاندې دي.
اسرائیلي پوځیان د پولې پر اوږدو په تیارسۍ حالت کې دي.
دا اعتراض د فلسطین وسله والې ډلې حماس پیل کړی چې پر غزې واکمن دی.
د ملګرو ملتو په وینا، د غزې د دوو میلیونو استوګنو نېږدې ۱۳ لکه کسان یا مهاجر دي او یا د دغو کډوالو زېږېدلي ماشومان دي.