چارواکي: طالبانو په ارزګان کې د مخابراتي شبکو۶ انتنونه سوځولي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بېلابېلو مخابراتي شبکو شپږ انتنونه سوځولي دي.

د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو یاد انتنونه د دغه ولایت په مرکز او دهراود ولسوالۍ د لویې لارې په مرچې سیمه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سوځولي دي.

نایاب وایي، په سوځول شویو مخابراتي انتنونو کې دری افغان بیسم، دوه یې اتصالات او یو یې د روشن مخابراتي شرکت اړوند دی.

نایاب وایي، دا په سیمه کې هغه مخابراتي انتنونه وه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې فعالیت نه کاوه.

د وسله الو طالبانو ویاند قاري یوسف احمد هم مني او وايي چې ځکه یې دغه انتونونه سوځولي چې د ده په خبره چې لس ورځې مخکې ورته خبر ورکړی وه خو په خبره چې هغوی ونه و منلی.

نوموړی وايي چې دغلته مخابراتي شبکې ځکه تړي چې افغان او بهرني ځواکونه د عملیاتو پرمهال ورڅخه ګټه اخلي.