پاکستاني رسنۍ د د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي، د شنبې په شپه د ډېره اسماعیل خان په هډاله روډ د پولیسو د مشر ډاکټر محمد زاهد د موټرو پر کاروان بمي چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۳ پولیس پکې مړه ا۲ نور پکې ټپیان شول.
چارواکي زیاتوي:
"که څه هم د پولیسو مشر له دغې چاودنې روغ ووت، خو ۵ پولیسان پکې ټپیان شول چې ۳ روغتون ته تر لېږدولو وروسته ساه ورکړه او ۲ ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي."
پولیس او نورې امنیتي ادارې تر پېښې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او وایي چې د پولیسو پر موټر بمي چاودنه د ریموټ کنټرول په په واسطه شوې ده.
ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا له مرکزه نېږدې ۳۰۰ کیلومټره لوېدیځ ته پرته سیمه ده چې پنجاب او جنوبي وزیرستان سره نښتې پولې لري.
په دې سیمه کې تر دې مخکې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د مذهبي تاوتریخوالي پېښې هم شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پیپلز ګوند د مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري په ګډون ګڼ شمېر سیاستوالو په ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو برید غندلی او له اړوندو ادارو یې د پېښې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې پر پولیسو ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.