میاخېل: له ۱۴۰زرو زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو دریو میاشتو کې، تر ۱۴۰ زره زیات افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي دي.

د دې وزارت سلاکار، حفیظ احمدمیاخېل پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل:

"د روان مېلادي کال له پیل راهیسې، یو لک او اته څلوېښت زره اواتلس سوه پنځلس تنه کډوال له ایران او پاکستانه خپلو سیمو ته ستانه شوي دي، په دې کسانو کې، ۷۰۰۰ له پاکستانه او پاتې نور له ایرانه راغلي دي."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت یو وار بیا په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې د کارتونو موده، د روان مېلادي کال د جون ترمیاشتې تمدید کړه.