د امریکا یوې محکمې پرون جمعه د هغه افغان الاصله امریکايي، عمر متین کونډې، نور سلمان ته برائت ورکړ چې په اورلاندو کې يې پر خلکو ډزې کړې وې.
عمر متین په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د امریکا د اورلاندو ښار په یوه نایټ کلب کې پر خلکو ډزې وکړې او ۴۹ تنه یې ووژل.
عمر متین پر پلس نایټ کلب تر حملې وروسته، د پولیسو په ډزو کې ووژل شوو.
د هغه پر کونډې ،نور سلمان تور لګېدلی و چې په حمله کې یې له خپله مېړه سره مرسته کړې وه او د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې ته یې دروغ ویلي و.
خو د اسوشېټېدېرس په حواله، د نور سلمان مدافع وکیلانو په محکمې استدلال وکړ چې هغه ساده او خوش باوره ښځه وه او عمر متین په مکرر ډول هغې ته دروغ ویلي و.
د هغې د مدافع وکیلانو په وینا، عمرمتین په ډېرو مواردو کې خپلې ښځې ته ناسم معلومات ورکول، د خپل ژوند ډېر اړخونه یې له هغې پټول او له نورو ښځو سره جنسي روابط درلودل.
که چېرې پر نور سلمان لګېدلي تورونه ثابت شوي واي، په عمر قید محکومېدلائ شوائ.