که څه هم یو کال کېږي چې په افغانستان کې د انسان د قاچاق د منع او مخنیوي قانون جوړ شوی، خو دا ستونزه لا هم موجوده او په ځینو مواردو کې يې د زیاتوالي راپورونه رسېږي.
په افغانستان کې د انسان د قاچاق د منع ګرځولو قانون په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جوړ شو او د لومړی ځل لپاره په دې لړ کې په مستقیم ډول د بچه بازۍ موضوع یاده شوه او دا پدیده منع وګرځول شوه.
یو دلیل چې افغان حکومت د بچه بازۍ موجودیت تأيید کړ، هغه د دولت ضد وسله والو له خوا د وسلې په توګه له هلکانو څخه کار اخيستل و.
د مهاجرت په نړیوال سازمان کې د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د برخې رئیسې مینا پاودل ویلي دي چې له هغو ځوانو هلکانو څخه چې یو وخت د جنسي استفادې لپاره تښتول کېدل، اوس ترې په ځانوژونکو بریدونو کې ګټه اخيستل کېږي.
د مېرمن پاودل په وینا، افغان حکومت هم دا منلې ده چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بچه بازۍ ځیني موارد موجود دي.
په افغانستان کې د انساني قاچاق د قضیو په اړه دقیقه احصایه نشته او همدې ته په پام د مهاجرت نړیوال سازمان یا ای او ایم اوس له افغان حکومت سره کار کوي چې یو ډیټا بیس جوړ کړي او د انسان د قاچاق پر ضد د مبارزې د کمېسيون غړي وروزي.
کارپوهان وايي، په افغانستان کې انساني قاچاق چې په زور ودول، اجباري کارونه او جنسي تجارت هم په کې راځي، مخ په زیاتېدو دي.
مینا پاودل رویټرز اژانس ته ویلي، په افغانستان کې دا قضيي زیاتې او پېچلې شوې دي .
هغې د بیلګې په توګه روغتیايي مافیا یاده کړې ده چې په خبره يې، د افغانستان په مختلفو سیمو کې د قاچاق شويو انسانانو د بدل غړي پلوري.
په دې برخه افغان څېړونکی ولي محمد کنډيوال وايي، په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون جوړ شوی، خو د دې قانون د عملي کولو منابع نشته.
د هغه په خبره، داسې ګمان کېږي چې د انساني قاچاق مخنیوی افغان حکومت ته لومړیتوب نه لري او له همدې ځایه ده چې په افغانستان کې د انساني قاچاق د قضیو د څېړولو لپاره کومه ځانګړې محکمه نه ده جوړه شوې .
ولي محمد کنډیوال ویلي، تر څو پورې چې په افغانستان کې د انسان د قاچاق د مخنیوي د قانون د عملي کولو لپاره یوه موسسه جوړه نشي، دی فکر نه کوي چې دا قانون د پام وړ اغېز ولري.