د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش اعلان کړ.
د دې نوي مهالوېش له مخې به دغه انتخابات د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي.
د دغه کمېسيون يوه غړي حفيظ الله هاشمي نن جمعه ازادي راډيو ته وويل:
"يوې تخنيکي ډلې د انتخاباتو پر مهالوېش کار وکړ چې نه بدلېدونکى وي، کمېسيون هم هغه تأييد کړ، د نوي مهالوېش له مخې به دغه ټاکنې د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي."
تر دې مخکې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د سرطان ١٦مه ټاکل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مشرانو په وار وار ټينګار کړى چې دغه انتخابات به پر وخت کېږي.