د افغانستان دفاع وزارت د ٢٣ مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢٣ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن جمعه سهار په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه تعرضي او تهاجمي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي دي.

د اعلاميې په حواله، په وژل شويو وسله والو کې د داعش ډلې ٢ غړي هم شامل دي او په دې موده کې ٢١ نور وسله وال ټپيان شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.