د روسيې او سوريې ځواکونو له ختيځې غوطې پاتې ياغيان هم ايستلي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، د سوريې او روسيې ځواکونو له ختيځې غوطې پاتې ياغيان هم ايستلي دي.

د سرګي لاوروف په خبره، د سوريې دولتي ځواکونه د دمشق د دې اړوندې سيمې پر ٩٠ فيصده برخه کنټرول لري.

لاوروف پرون پنجشنبه په مسکو کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن ډي ميسټورا سره تر کتنې وروسته يوه کنفرانس ته وويل، دا مهال ګڼ افراطي وسله وال له سيمې ايستل شوي دي.

د دمشق د اړوندې سيمې ختيځې غوطې د بيانيولو لپاره پوځي عمليات په فبرورۍ مياشت کې پيل شول.

وروسته له هغې چې روسيې او سوريې لوى ښار حلب په خپل کنټرول کې راوست، دا دواړو هېوادونو ته لويه بريا ګڼل کېږي.

خو د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې دا تر ټولو خونړي پوځي عمليات ګڼل شوي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې وايي، د دغو عملياتو پر مهال تر ١٦٠٠ زيات ملکيان وژل شوي او زرګونه نور له لوږې، بېکورۍ او سخت صحي وضعيت سره مخامخ شوي دي.