ترکيه: د ټکر په پېښه کې افغان پناه غوښتونکي هم مړه شوي

ترکي چارواکو او رسنيو نن جمعه راپور ورکړى چې د ترکيې په ختيځ کې د ټرافيکي پېښې په نتيجه کې د وژل شويو کسانو په ډله کې د افغانستان، پاکستان او ايران پناه غوښتونکي شامل دي.

په ټرافيکي پېښه کې چې پرون پنجشنبه ناوخته په ايګدير ولايت کې شوې، ٣٦ نور کسان ټپيان شوي دي.

د ايګدير والي انور اونلو نن وويل، يو موټر چې پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، د سړک د غاړې څراغ له پايې سره ټکر شوى او اور يې اخيستى دى.

ځيني نور کسان هغه وخت مړه شول چې يو بل موټر چې په هغه کې هم پناه غوښتونکي سپاره وو، پر دوى وربرابر شو.

دولتي خبري اژانس انادولو ويلي چې دغه پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ايران وګړي دي او موټرونه يې په غيرقانوني ډول له ايران څخه ترکيې ته اوښتي وو.