په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې موده ٣ مياشتې نوره هم وغځېده

د پاکستان حکومتي چارواکو نن جمعه وويل، په دغه هېواد کې يې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې موده د جون د مياشتې تر پاى پورې وغځوله.

له دې سره څه باندې ٢ ميليونه افغان کډوال کولاى شي چې د درېيو نورو مياشتو لپاره په پاکستان کې ژوند وکړي.

د پاکستان د حکومت يوه وياند شوکت اقدس وويل، په دې موده کې به د دغو کډوالو د ايستلو د پروسې پر چټکوالي کار وشي.

وروسته له هغې چې د پاکستان کابينې د روان ميلادي کال په لومړيو کې د جنورۍ تر پايه د ټولو افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه وکړه، په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له بې برخليک حالت سره مخامخ وو.

خو د جنورۍ تر پايه ورکړل شوى مهلت د مارچ مياشتې تر پاى پورې غځول شوى و.

تر دې مخکې افغان چارواکو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په افغانستان کې د دغو کډوالو د مېشتېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه.