د ترکیې ۶ اتباع له کوزوو څخه ویستل شوي

د ترکيې ۶ اتباع په کوزوو کې د ترکيې د يوه جلاوطنه روحاني له ښوونځيو سره د اړيکو په تور نيول شوي او بيا اخراج شوي دي.

انقره ترک روحاني، فتح الله ګولن چې په امريکا کې ژوند کوي، په ترکيه کې د ٢٠١٦میلادي کال د ناکامې کودتا په تنظيم تورن کړى، خو ګولن دا تور رد کړى دى.

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو پرون پنج شنبه راپور ورکړى چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو ترکيې ته د دغو ترک وګړو د ستنولو لپاره يوه خصوصي الوتکه کارولې ده.

د ترکيې د يوه نيول شوي تبعه مدافع وکيل ادم وکشي ازادي راډيو ته وويل، دغه شپږ کسان په دې خاطر نيول شوي چې د کوزوو استخباراتي ادارو دوى خطرناک اشخاص بللي دي.

د کوزوو د بشري حقونو شورا پرون د دغه هېواد له چارواکو غوښتنه وکړه، څو دغه کسان چې دې شورا د "اردوغان سياسي مخالفين" بللي، انقرې ته ونه سپاري.