چارواکي: په ارزګان او زابل کې ۴۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په زابل او ارزګان کي ۵۵ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څمکنیو او هوایي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ، دهراود او د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې په ترسره شویو عملياتو کې ۴۸ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

سرچينه وایي، په دغو عملياتو کې د وسله‌والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه‌ده شوې.

د دولت مخالفو وسله‌والو هم تر اوسه په دې تړاو تبصره نه‌ده کړې.