د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دغه ولایت کې د بادرنګو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عسکر نورزي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا وخت له ۳۵۰ شنو خونو نه هره ورځ ۲۰۰ ټنه بادرنګ تر لاسه کوي.
د ده په وینا دا شنې خونې سوداګرو او بزګرو په خپلو امکاناتو جوړې کړي او په پام کې ده چې شمېر یې ۷۰۰ ته لوړ شي.
ښاغلی نورزی وايي، له دې سره به په نوموړي ولایت کې د کوکنارو کرکېله کمه او تر څنګ بهیې خلکو ته د کار ښې زمینې هم برابرې شي.
د فراه بزګران وايي، د دغه ولایت کرنیز محصولات تر ډېره نږدې ولایتونو ته ځي او په پام کې ده چې بهرنیو هېوادونو تهیې د صادرېدو زمینې برابرې شي.