په کونړ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۶ داعشیان وژل شوي

د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې تېره ورځ بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش ۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې د چپې درې ولسوالۍ په بدګاه سیمه کې برید کړی چې په‌کې ۶ داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالي وژل شوي.

دهقان وایي په وژل شویو کې د داعش دوه قوماندانان هم شامل دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.