امنیت شورا پر سعودي د حوثي یاغیانو راکټي حمله وغندله

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې اوونۍ په پای کې د حوثي یاغیانو له‌خوا پر سعودي عربستان د توغندیو حملې وغندلې او په دې اړه چې حوثیانو دغه توغندي د ملګرو ملتونو پر وسلو د لګول شویو بندیزونو سره سره ترلاسه کړي، جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې، چین او د سترو لوېدیځو قدرتونو په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې د توغندیو دغه حمله په کلکه غندي او هغه د سیمې امنیت ته جدي ګواښ بولي.

امنیت شورا دې ته هم چې حوثیان پر سعودي عربستان د دغو حملو د دوام ګواښ کوي، اندېښنه وښوده.

سعودي عربستان ایران تورن کړی چې حوثیانو ته‌یې لیرې واټن ویشتونکي یا بالیسټیک توغندي ورکړي دي.

تهران دغه تورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه‌راز په یمن کې د مخ په خرابېدونکي بشري وضعیت او پر ملکیانو د جګړو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې دا نه‌دي ویل شوي چې څوک پر وسلو د لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه کوي؟

تېره میاشت روسیې د لوېدیځ له‌خوا وړاندې شوې د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک د مسودې مخه په ویتو کولو سره ډب کړه.

په دغې مسوده کې تهران د وسلو له بندیزونو څخه په سرغړونې تورن شوی و.