سپینه ماڼۍ وایي، د چین او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه ښیي چې پر شمالي کوریا د فشارونو د ډېرېدو کمپاین اغېز کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل:
"موږ محتاطانه خوشبین یو، خو داسې احساس کوو چې هر څه پر سم لوري روان دي او پرونۍ لیدنه «د چین د ولسمشر او د شمالي کوریا د رهبر ترمنځ» یوه ښه نښه ده چې ښیي پر شمالي کوریا د حد اکثر فشارونو کمپاین کار کوي، تاسو ولیدل چې کېم جونګ اون د شمالي کوریا د رهبر کېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د دې لیدنې لپاره له خپل هېواده وځي او موږ دا یوه مثبته نښه ګڼو."
ساندرز زیاته کړه چې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ د لیدنې په هیله به د فشارونو دې پروسې ته په همدې ډول دوام ورکړل شي.
د سینهوا خبري اژانس د مارچ پر ۲۸مه ویلي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون روانه اوونۍ په پېکېنګ کې د چین ولسمشر شي جین پېنګ ته ویلي چې د کوریا ټاپو وزمې غیر اټمي کولو ته ژمن دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په همدې ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له ده سره کتنې ته منتظر دی.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د چین ولسمشر ورسره تېره شپه ټیلیفوني خبرې وکړې او ورتهيې وویل چې د هغه او اون ترمنځ کتنه ډېره ښه وه او د شمالي کوریا مشر له تا سره لیدو ته منتظر دی.