ټرمپ د بریتانیا له صدراعظمې سره ټیلیفوني خبرې کړي

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د ټیلیفوني خبرو پر مهال په دواړو هېوادونو کې د جاسوسي شبکو او د روسیې د نورو غیر قانوني فعالیتونو او د کیمیاوي وسلو د کارولو پر له‌منځه وړلو موافقه وکړه.

د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه دا خبره شوې ده.

د مسکو او لوېدیځ ترمنځ شخړې وروسته له هغه ډېرې شوې چې بریتانیا په دغه هېواد کې د یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو په برخه کې مسکو په لاس لرلو تورن کړ، خو روسیه دا ادعا ردوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د روسیې سفیر الکساندر لوکاشیویچ (Aleksandr Lukashevich) پرون وویل چې له شااوخوا ۲۰ هېوادونو څخه د ۱۵۰ روسي ډیپلوماتانو ایستل د یوه هېواد لپاره چې جرم‌یې نه‌دی ثابت شوی یوه ډله‌ییزه سزا ده.