ناڅرګندو وسله‌والو په ننګرهار کې د پولیسو یو قوماندان وژلی

په ننګرهار ولایت کې د پولیسو یو لوړپوړی قوماندان له یوه بل کس سره د وسله‌والو کسانو له‌خوا ووژل شو.

روېټرز خبري اژانس د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له قوله لیکلي چې د ښېوې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان مطیع‌الله صافی د جنازې له مراسمو څخه د بېرته راتګ پر مهال د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

د دې پېښي مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

وسله‌وال طالبان په ننګرهار ولایت کې فعال دي او دغه ولایت چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د داعش وسله‌والو یو عمده مرکز هم بلل کېږي.