خلیلزاد: د تاشکند ناسته د افغان سولې په اړه یو مثبت ګام دی

په افغانستان او عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند وروستی کنفرانس یو مثبت ګام بللی دی.

خلیلزاد تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"د بحثونو له اړخه ښه وو، په تاشکند کې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د وړانديزونو پلوي وشوه، خو وبه ګورو چې په عمل کې څه کېږي؟ ایا پر خپلو خبرو به عمل وکړي که به د تېر په څېر خبره یو څه او رفتار بل څه دوام وکړي."

ښاغلي خلیلزاد د مسکو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ شخړو ته په اشارې وویل چې داسې اندېښنې شته چې د دې شخړو په ډېرېدو سره روسیه په افغانستان کې د ستونزې د ډېرېدو برخه نه‌شي.

د مسکو او لوېدیځ ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه ډېر شو چې بریتانیې په هغه هېواد کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس او د هغه د لور په مسمومېدو کې مسکو په لاس لرلو تورن کړ، خو مسکو دغه ادعاوې ردوي.