ولسي جرګې د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت رئیس استجواب کړل

د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د ناامنیو د زیاتېدو په غبرګون کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس خپلې استجوابیه غونډې ته وربللي وو.

خو د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی د هغه څه له امله چې ده کاري بوختیاوې بللې وې، جلسې ته حاضر نه‌شو او مرستیال ته‌یې هم د خبرو کولو اجازه ورنه‌کړل شوه.

د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د چهارشنبې ورځې د عمومي غونډې مشري یې هم په غاړه لرله، د افغانستان امنیتي وضعیت خراب وباله او ویې‌ویل، امنیتي مسؤلین باید په دې اړه منظم عملیاتي پروګرامونه عملي کړي.

همایون همایون

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حالت کړکېچن دی، په ډېرو ولایتونو او مرکز کې انتحاري حملې کېږي او په ځينو ولسوالیو کې وضعیت خورا خراب دی، په ورته وخت کې د ځينو بسټونو سیاسي کېدل بله هغه موضوع ده چې تاسې يې په اړه د ځواب ورکولو لپاره رابلل شوي یاست."

په کابل او نورو ولایتونو کې زیاتېدونکې ناامنۍ، د دولت د وسله‌والو مخالفینو په حملو کې زیاتوالی، په لویو لارو کې د ځينو غیر مسؤله وسله‌والو موجودیت، په ځينو امنیتي پوستو کې د تجهیزاتو او پرسونل کموالی او ځيني نور هغه موارد دي چې د ولسي جرګې د غړو اندېښنې یې راپارولې دي.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي هم ورته اندېښنې لري او پوښتنه کوي چې د حملو مخه ولې نه‌نیول کېږي؟

نوموړې وویل:

"د کشفي او استخباراتي بنسټونو وظیفه څه ده؟ په داسې حال کې چې موږ ښارونو ته د بمي موټرو د ننوتلو، انتحاري حملو او چاودنو شاهدان یوو، خو کشفي ادارې هېڅکله هم د حملو د مخنیوي لپاره کشفي څه نه‌کوي، د وژلو دا سلسله به تر کومې دوام وکړي او په وړاندې یې ستاسې د مسؤلینو اقدامات او ځواب څه دی."

په دې ونه‌توانېدو چې دغو پوښتنو ته د دفاع د وزیر طارق‌شاه بهرامي او د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک ځوابونه تر لاسه کړو، ځکه چې د ولسي جرګې د غړو له پوښتنو او اندېښنو وروسته د دفاع د وزیر په غوښتنه غونډه سري اعلان شوه.

له دې وړاندې امنیتي چارواکو په تکرار سره ویلي چې تېر کال د وسله‌والو مخالفینو تحرکات پراخ او حملې ډېرې وې، خو ټينګار کوي چې پر وړاندې یې د افغان ځواکونو پراخ عملیات تر سره شوي دي.

خو د ولسي جرګې غړو او عامو خلکو ته دا ډول څرګندونې تر ډېره د قناعت وړ نه‌دي او له حملو او چاودنو وروسته دوی تل امنیتي مسؤلین په ناتوانۍ تورن کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ