راپور: افغانستان کې اوس هم خلک په اسانۍ حقونه نه‌شي ترلاسه کولای

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د افغان حکومت له مثبتو پېشنهادونو سره سره بیا هم خلک نه‌شي کولای چې په اسانۍ سره خپل حقونه ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ مرستیالې کیت ګیلمور د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د افغان دولت له‌خوا یو لړ مثبت تحولات رامنځته شوي، خو د جګړې د دوام له امله خلک په سختۍ سره خپل حقونه ترلاسه کوي.

مېرمن ګیلمور وویل، سره له دې چې افغانستان د بشري حقونو په نړیواله شورا کې شامل دی، خو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنري هوډ لري چې له افغان حکومت سره په داوطلبانه ډول د شویو ژمنو او سپارښتنو د عملي کېدو لپاره همکاري وکړي.