چارواکي: روان کال به په کونړ کې ۱۶۳ لویې او وړې پروژې پلې شي

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي، په کونړ کې به په روان لمریز کال کې د سلګونه ميلیونو افغانیو په ارزښت ۱۶۳ لویې او وړې پروژې پلې شي.

د غه څرګندونې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمن کریمي نن چهارشنبه په کنړ کې د څو پروژو د پرانیستې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل:

"نن ورته موږ د په کونړ ښکلي ولایت کې د عمل بڼه ورکوو، د کونړ د هر کور دروازه به دا پروګرام وټکوي او د دوی هغه ستونزې چې دي، هغه ورحل شي، روان کال کې یوازې د همدې برنامې له لارې به د ۲۱۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۲ پروژې چې د کلیوالو له‌خوا په ګوته شوي، دا به پلې شي."

هغه وویل، په نورو پروګرامونو کې يې هم د ۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې کونړ ته منظورې کړې دي.

ښاغلي کریمي او نورو چارواکو په مرکز اسعداباد کې د کونړ سیند ته جوړ شوی یو استنادي دېوال او په وټه‌پور ولسوالۍ کې یو پل هم پرانيست چې پرې د کلیو پراختیا وزارت له‌خوا څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی و.